زلمی گلاب  

     په افغانستان کی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومه د امریکایی ښکیلاک

   د یرغل پیل او پایلی یی زمونږ په هیواد

امریکایی ښکیلاک او دهغه نورو لویدیزناتویی ښکیلاکګرو مرستندویانو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه زمونږ پّه هیواد پوځی وحشیانه یرغل وکړ. هغوی پس له څوکلونو تمهید او هڅو او هاند – دروسانو په شان – پدی پلمه چی دافغانستان څخه دهغوی هیواد ته تروریستانو او ترهګرو، تروریستی کارونه کړی دی، زمونږ په هیواد یی یرغل، هغه یی لوټ لوت او ویجاړ کړ.

هغوی په طالبی حکومت – د پاکستان او لویدیزوالو لاس پوڅی نظام ـ او افغان مظلوم ملت یرغل وکړ او دخپل یرغل ته د قانونیت بښلو په پلمه یی دملل متحد دامنیت شوری پراجازه او خپلو روزل شویو مجاهدینو ګوډاګیانو په هم غږی یی دا کاروکړ، چی نه یواځی ویی غوښتل چی خپل خلک او نړی وال وغوله وي چی ویی غوښتل چی افغان ملت ته هم دوکه ورکړي.

دادی دیوه نیم لسیزی نه زیات کلونه وشول چی دغه یرغلګرو زمونږ په هیوادکی برید کړی او د دوی ګوډاګی رژیم دولس په سینه سپور او د بهرنی پوځی قواوو په مرسته یی ځان ځان یی پرافغان ولس تپلی دی.

پدی تیروکلونو کښی هغوی خپلی رښتینی څیری، موخی، زور او قوت، مهارتونه او مسلک او… ډیر روښانه وښودل او د دوی د راتلونکو موخو سپیناوی هم وشو. دایی ډیره ښه څرګنده کړه چی دوی د افغانستان د ودانئ، پرمختګ، بیا وداونولو، سوکالی، سولی، دپاره ندی راغلی چی دواړه خواوی ـ بهرنی یرغلګراو دننی مریان یی – هریوخپلی ځانګړی موخی لري چی د دواړو موخی یی دافغان ولس دملی ګټو، ځمکنی بشپړتیا، سولی او ودانولو سره په ټکر کی دي.

غواړم دلته دیوه افغان په توګه چی هره ورځ دټولنی څرنګوالی څارم، د وحشت بیلګی یی په سترګووینم، د ولس نه رضایت احساسوم،  ددغه حکومت او بهرنیانو کړنوته یوه ځغلنده نظروکړم چی ددی څوکلونو پایلی او لاس ته راوړنی یی څه دي؟

          ښه حکومت داری : داهغه ښایسته شعاردی چی دهرچا خوښیږی خو دافغان ولس یوه لویه هیله اوخوب دی، خو پدی کلونو کښی د سرپه سترګو می ولیدل چی دلته ښه حکومتداری هسی یو تش له دروغو ډګ شعاردی. څرنګه چی داشغالګرڅخه دښوطمع نشی کیدلای نو دابه یو لویه احمقانه غوښتنه وی چی څوک ددی ګوډاګی حکومت څځه یی هم وکړی.

په دی حکومت کښی دښه کار، پرمختګ او امتیازګټلو معیار اداری فساد، بهرنیانو سره اړیکو درلودل دی. دااوس ډیرکم د وزارتونو څانګی پیداکیږی چی فساد ، بهرنیانوسره اړیکی درلودل اوخپل دجیب غم خوړل د دوی دګواکی ښی حکومتداری معیارنه وی. ناویلی دی پاتی نشی چی په اداراتو کښی ډیر په هیواد مین، دکاروړ او پکارپوه هیوادوال شته چی کولای شی په علمی معیارونو کارمخ ته بوځی خو له بده مرغه باید وویل شی چی دوی د تجاوز مخالفان او یو غلي اکثریت دی، چی خوله یی چوپه نیولی او دغم فرصتونه تیروي.

          تبعیض ته قانونیت بښل: دوهمه ډیره بده بیلګه چی زمونږ دهیواد یووالی او پرمختګ مخه یی نیولی ده ژبنی، حزبی او سیمه ییزو تبعیضاتو ته لمن وهل او پردی بنسټ کارمخ ته بیول دی چی دغه درد او زجر دومره دردوونکئ دئ چی هریو پری ځوریږي او ترې کرکه کوي. دلته اداري اصلاحات هسی یو تش شعاردئ. چیرته چی نه اعلان شوئ اصول اومقرره تبعیض وی څرنګه کیدلای شي چی علمی معیارونه وړتیا ولري. پدی حکومت کښی، داسی کسان د ولس راتلونکئ ټاکی چی هغوی د افغانستان پرنامه شرمیږي او دهیواد ټول تیر تاریخ څخه سترګی پټه وي او افغانستان ورته یواځی د خپلی ډلی ټپلی ګټی اهمیت لري. دادئ ننئ پیړی ولسونوته یووالئ ورکوي، ځمکني سرحدونو ارزښت د لاسه ورکړئ او د انسان فکر او اندیښنی وړتیا پیدا کړی او د اندیښنی او لیدلورو پربنسټ انسانان سره یوکیږي خو له بده مرغه دلته لویدیز استعمار انسان سره لیری کوي او په هغوی کښی نه یووالی او بیلتون را منځ ته کوي

          هیواد سره مینه نه کول: دادئ ډیر روښانه لیدل کیږي چی په وروستي کلونو کښی دا ګوډاګی او مریئ حکومت هیواد سره مینه او انسان سره زړه سوئ یو اضافی شی ګڼي او فقط دپیسو او څوکیو پیداکول د انسان اصلی موخه ګڼي. څرنګه چی لویدیزوالو استعمارګرو قواوو ته د هرچا ځانګړی ګټی اهمیت لري، غلا، تیرایستل، درواغ ویل، فساد، بی کیفیته کارکول او خلکو سترګوته خاوری شیندل د دوی بنسټیز بوختتیاده، نو افغانی هیوادپلورونکي یی هم داشان کارونه کوي او خپل بادارانو په پل خپل پل ګدي نوځکه دوی ته هغه ځای هیواد دی چی یی ګټه وي، چی دا ګته که دوبئ وي، منځنئ آسیا، اروپا او یا امریکا کی. ان ددی حکومت جګپوړی چارواکي په خپل افغانیت شرمیږي او ډیرویاړیږی چی بهرنی پاسپورت او یا تابعیت ولري، چی ډیریی لري. دوی ته افغانستان دومره ګران دئ چی کولای شي تری اقتصادی او سیاسی ګټه واخلي.

            د فساد خپرول: ددی حکومت چارواکی په قانونیت، علمی او انسانی معیارونو باورنلري او کولای شي چی ښی ګټی د فساد په خپرولو کښی ترلاسه کړي. دوی د قانونیت، قانون خپریدل او قانون د ودی سره صبر او زغم نلري. دوی زغم درلودل، کارونه په ښی وجهی کول یو اضافی کاربولي. نو ښی ګټی د فساد په خپریدو او کیدلو کښی ویني. یوه غټه او بنسټیزستنه دفساد هیواد پلورنه، ملي ګټونه نه ارزښت ورکول، حیوانی احساس درلودل او زور او زیاتئ کول دي چی دهیواد جهادي، طالبی، تکنوکراتانو او خلقی – پرچمی مریانو وښودل چی اداری فساد کول، رشوت او د اختلاس نه کول ورته شرم نه ښکاري چی ویاړ پری کوي.

          بهرنی اړیکی پیداکول: پدی حکومت او واکمنو کښی څوک خپل هیوادنی ګټو، بشپړتیا، پرمختګ او راتلونکی ته څوک نه ګوري چی څرنکه کولای شی بهرنی اړیکی پیداکړه او د وابستګی او نه خپلواکئ پربنسټ خپلی ګټی پیدا او ځانته ملاتړ پیداکړه او داسی خبری خپروي چی نورو سره نه تړاو او اړیکی د مرګ معنی لري او نړی دومره پرمختګ کړی چی نن بی پریتوب او خپلواکی یو بی ارزښت شعاردی چی هیواد د پرمختګ څخه غورزوی او هغه څوک چی داسی موخی لري هغوی بیرته پاتی فکرونه لري. هغه څوک چی د خپلواکی او استقلال خبری جګوي هغوی کافران او نامسلمانه دي نو هوښیارهغه دی چی څومره ډیری بهرنی اړیکی ولري(!!).

          لوټماري : ددی حکومت زورواکي او لیډران چی کله بهرنی هیوادونوته ځی او دهغوی پرمختیاوی وینی او داهم وینی چی بهرنیان د افغانستان د ګټو د خوندي کولو دپاره ندی راغلي او هرهیواد دخپلوګټو دپاره راغلی دی نو خپل خوبونه ویني چی څرنګه او څه وخت لکه هغوی بډایان او ملیاردران شي. هرکله چی بهرنی اړیکی ولري نو بیاورته څوک څه ویلی نشي، هغه دی چی په لوټماري او غلا پیل کوي. دادئ چی نه یواځی دولتی ټولی ځمکی یی وپلورلی، لرغوني آثاریی قاچاق کړل چی هررنګ غیرقانونی کارونه یی وکړل او څوک ورته څه نشی ویلی. لوی لوټماران وزیران، وکیلان، قضات، څارنوالان او دپولیس چارواکی دی.

          درغلی : درغلي کول نه یواځی شرم نه دی چی دلته ډیره هڅه روانه ده چی د درغلی په پایلی کی قدرت ته زورواکی ورسیږي، او ټول ټاکنی او دولس هوټ یوه پرتله کوي. مونږ ولیدل چی د ولسواکئ، پارلمان او ولایتی شوراګانو په ټول ټاکنوکی څومره د شرم او بی حیایی ډکی درغلنی وشوی. نه یواځی افغان ولس چی ټولو دنیاوالو پری وخندلی خو څوک دئ چی شرم وکړي. دوی ته د شرم او حیا احساس مړدئ، مریی څنګه شرمیدلئ شي؟ دادی اوس چی بیا د ولسواکی ټولټاکنی سناریو په لاره دي، پایلی یی روښانه دي او هیڅ قوت او اداره نشته چی د راتلونکی ټولټاکنو درغلی مخ نیوئ وکولای شی ونیسي. لیدل کیږي چی دخپلو په ویناوو یی وکیلان یی قاچاقبراو وزیران یی غله دي. آیا داسی غلو ته هیواد پلورل اهمیت لري؟ آیا دوی ته افغانستان یوه پروژه نه ده ؟

           نا امني ته لمن وهل: دلته په نه امنیت او نه مصئونیت کی د بهرنیانو او دهغوی افغانی مریانو ګټه ده. دی حکومت کی داسی کسان واکداران دی او راتلونکی ټاکي چی دهغوی انسانی مهارت او پیاوړتیاوی یواځی دجګړی او ورانی لمن وهل دی. دوی په امن کښی نشی کولای چی ژوند وکړي، ترڅو ناامنی او ورور وژنه ده ، دوی به په واک کی وي. دولس د غولولو دپاره یی ډیر ښه نومونه هم لکه مجاهدین، دینی رهبران، متخصصین او پوهان هم په ځان ایښی دي. دوی ټول نه یواځی درسمی امنیتی وزارتونو مشران دی چی غیررسمی وسلی او وسله وال هم دځآن سره لري. دا هغه لیډران او متخصصین دي چی په ناامنئ او انسان وژنه کښی ښه مهارت لري.

           هیواد پلورنه: سره د دی چی دلته افغانانو خپلواکئ ته درسیدو دپاره ملیونونو انسانانو خپله وینه ورکړی او ځان یی قربان کړی دی خو پایله یی داشوه چی دځینی تاریخی لاملو له کبله خپلواکه او ترقی پسنده خلک په واک ونه رسیږي چی پربهرنیو مین خلک واک ته ورسیږي. دوی دولتی ځمکی او نوری شتمنئ لوټ کړی، هرڅه یی وپلورل، معادن او نوری طبیعی زیرمی یی تالاکړل. نوڅوک چی داشان دولتی شتمنئ ، معادن او بیت المال پلوري، تالا کوي یی، آیا دا کسان به هیواد نه یی پلورلئ؟ دغه په واک سپاره احزاب او اشخاص چی بهرنی جاسوسی سازمانونو سره اړیکی لري او د امریکی دغلامی سره سره نورو هیوادونو او په ځانګړی توګه ایران او پاکستان ته ژمن دي دا ژوندئ بیلګه نده چی دوی هیواد پلورلئ دئ؟

           وروروژنه : څرنګه چی دغه چارواکي خپلی وسله والی ډلی ټپلی لري خو څرنګه چی بهرنیانوسره اړیکی لري څوک تری پوښتئ نشي، هغه دئ چی دوی هرڅوک وژلی شی، پرناموس یی تیرئ کولئ شي. که چیرته بندیان هم شي ډیرژر خوشی کیږي. دوی قانون ته وفادارندي او هرڅه چی د دوی ګټی خوندی وساتي هغوی ته  قانون او مقررات ګڼل کیدای شي. دغه اشخاص چی په قدرت کښی دي ډیري یی ځانته قاتلان او جلادان لري هرڅوک چی دهغوی مخی ته خنډ وګرځی کولای شی ویی وژني او داسی څوک هم نشته چی وکولای شی د دوی څخه پوښتنه او ښیګڼه وکړي.

           دافغانستان خپلواکئ ته ضرر رسَول: داچارواکي یی داسی روزلي دي چی سل هاوو رقم اړیکی بیلابیلو هیوادونو سره لري او دهغوی څخه غیرقانوني پیسی او شته ترلاسه کړي. دښاغلی خرم چی مخکینی وزیر داطلاعاتو اوکلتوروو او اوس په ارګ کښی دمرییتوب په څوکی پروت دئ، یوه ښه بیلګه ده چی هغه په ډاګه کړه چی دلته ډیرکسان دبهرنی هیوادونو ګټوته ژمن دي.

دی هیواد پلورونکو دهیواد خپلواکي او استقلال یی دهغو اړیکو په وجهه چی دا دننی مرتجع ډلی ټپلی د امپریالیسم او ښکیلاک سره لري دخپلو ګټو قربانی کړي او داسی د شرمه ډکی اړیکی د نړی استخباراتی څانګو سره لري چی هیڅکله د دی هیواد مخکنی هیواد پلورونکو ندرلودلی. دهیواد خپلواکی هغه ویاړلی میراث دی ښایی چی په هیڅ څه بدل، متضرر او د لاسه ورنکړل شي خودی مریی حکومت دارانو دلاسه ورکړئ. دلته نه یواځی اقتصادی خپلواکی نشته چی سیاسی، فرهنګی او دیپلوماتیکه خپلواکی هیڅ ارزښت نلري. دادي هغه پایلی چی هرڅوک پری زوریږي او تری کرکه لري.

          د بشرحقوق ترپښولاندی کول: سره د دی چی دلته څو هیوادپلورونکو د بشر حقوق په نامه یوه څانګه جوړه کړی او تردی نامه لاندی فعالیت لري خو دا رښتینئ حقوق پاله سازمان نشی کیدلای چی یواځی هغه څه چه لویدیزوالو یرغلګروته دقبول وړ وي او دهغوی ګټو په ټکر کی واقع نشی دوی کولای شی په هکله یی تبلیغات وکړي  خو هیڅکله نشی دبهرنی قواوو او دننی غلامانو چی هره ورځ د بشر حقوق ترپښو لاندی کوي پرضد څه وکولای شی. هره ورځ لس هاوو انسانان ان ماشومان، سپین ږیري، ښځینه او بی ګناه انسانان د خارجی قواوو په بمبارد کښی وژل کیږي خو هیڅ څوک یی نشی کولای چی پوښتنه وکړي او یا دالړئ ودروي. دی ګوداګی حکومت او یرغلګرو قواوو ته بیګناه انسانان هیڅ د انسان ارزښت نلری او همداشان په بیلابیلو برخو کی انسانی ابتدایی حقونه تر پښولاندی کیږي او افغانی انسان ته په سپکه کتل کیږي.

          پخلاینه او سوله : همهغسی چی دوی په جګړه کی هیڅ قانون او انسانی نورم ته ژمن نه دي همداشان دسولی او پخلاینی دپاره انسانی او افغانی تګ لاره او نوښت نلري، تاوتریخ والی خویی جګړه ده خو پخلاینه او سوله یی هم بل ناورین دئ چی هیڅکله نشی کولای تل پاتی سوله او ورورګلوي هیواد ته راولي. دوی تردی شعارلاندی ډیری رمباړی او چغاری وهي خو څرنګه چی پرانسانی او علمی معیارونو باندی بنسټ نلري له دی کبله نشی کولای چی خپل دښمنانو سره روغی جوړی ته ورسیږی. عجبه ده چی دیوی خوا هغوی ته تروریستان وایی او دهغوی دله منځه وړلو دپاره یی ډیری وینی تویی کړی خو له بلی خوا ورسره غواړی چی روغه وکړی. دا دومره بیګناه انسانان یی چی په انتحار او بمونو کښی ووژل آیا دهغوی بخښل به ددی حکومت او بهرنی وحشیانو حق وی او یا دافغان ولس؟ که چیرته دوی سره جوړ راشی ، نوهغه بیګناه انسانان چی وژل شویدی دهغوی څه ګناه وه؟