ارسالی پیمان

تبصره: “ودی لیدی، نه می و درته ویلی!“. ما بارها گفته و نوشته بودیم که امریکا پدر ومادر همه گونه تروریسم معاصر درجهان است و زائیدن جهادی وطالب و القاعده و داعش و… از جنایات امپریالیسم به رهبری امریکا است. اینک سندی دیگر در همین ارتباط به قلم خارجیان.

رېک وېلز: داعش او القاعده د سي آی ای او موساد پروګرامونه دي

تاند – امریکایي ژورنالست او د ټرو نیوز (TruNews) چینل مؤسس رېک وېلز وایي، چې داعش د سي آی ای داسې پروګرام دی لکه القاعده چې په افغانستان کې د سي آی ای پروګرام وو.

په یوه ویډیوي مرکه کې چې د ټرو نیوز د ټوېټر اکاونټ خپره کړې، ښاغلی وېلز وایي، چې داعش او متحده ایالات سره مترادف دي.

رېک چې په یوه ۶۶ دقیقه یي ویډیو کې د ټرو نیوز د دوه ژورنالستانو ډاک بورخرت او ایډوارډ سال پوښتنې ځوابوي، وایي، «داعش د سي آی ای یو عملیات دی.‌ هغه د اسراییلو د موساد عملیات دی.‌ عین هغسې لکه القاعده چې په افغانستان کې د سي آی ای عملیات وو.‌ او دا احمقانه پالیسۍ په منځني ختیځ کې لسیزې لسیزې روانې دي چې په ترڅ کې یې خونخوار اسلامي جهادي ګروپونه په وسلو سمبالیږي چې هېوادونو ته ویجاړتیاوې او بدمرغۍ راولي.»

وېلز د خپلو خبرو په جریان کې پوښتنه کوي چې دا ټول د څه لپاره کیږي؟ متحده ایالات ولې په سوریه کې په زرګونو عسکر لري؟‌ سي اېن اېن، فاکس نیوز، واشنګټن پست،‌ نیویارک ټایمز او نورې رسنۍ ولې دا پوښتنه نه کوي چې مونږ په سوریه کې څه کوو؟ بیا خپلې پوښتنې ځوابوي او وایي، « مونږ په سوریه کې د اسراییلو جنګ پرمخ بیایو.‌»

د ټرو نیوز چینل خبریال ډاک بورخرت له رېک وېلز څخه پوښتنه کوي، چې آیا مونږ هلته د متحده ایالاتو ګټې نه خوندي کوو؟ رېک وېلز یې په ځواب کې وایي، « نه، مونږ سوریه بې ثباته کوو،» نوموړی وایي،‌ «مونږ عراق بې ثباته کړ، مونږ لیبیا بې ثباته کړه، مونږ افغانستان بې ثباته کړ، مونږ سوریه بې ثباته کړه، مونږ ټول منځنی ختیځ بې ثباته کړ.‌ خو مونږ به سعودي عربستان بې ثباته نه کړو، ځکه چې هغوی [زمونږ] د ایتلاف برخه دی. بله دا چې مونږ ایران بې ثباته کوو.»‌

ویل کیږي، چې داعش په عراق او سوریه کې د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د لسګونو زره انسانانو د وژلو تر څنګ د سلګونو او زرګونو کالونو لرغوني تاریخي اثار او د اسلامي مشاهیرو زیارتونه، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه سیلانیان د سیل لپاره ورتلل او د دغو هېوادونو لپاره یې لویې عایداتي سرچینې جوړولې، ویجاړ کړل.

د رسنیو د راپورونو په اساس، کله چې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې کنټرول وغزېد، په افغانستان کې یو شمېر پخوانیو طالبانو او د وهابي فکر پلوي ډلو یې ملاتړ ته ور ودانګل، خو یو شمېر هغه وخت بېرته ترې شاته شول چې پوه شول چې د داعش د سیمه ییزې پروژې تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دی.

دا لا نه ده معلومه چې آیا پاکستان به په سیمه کې دغه پروژه د اسراییلو له استخباراتو سره، لکه رېک وېلز چې ادعا کوي چې داعش یې جوړ کړی دی، په ګډه پرمخ بیايي که څنګه، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، خواجه آصف، د روان کال د مارچ په میاشت کې وویل چې پاکستان د امریکا د خوشحالولو لپاره په سیمه کې «جعلي جهاد» کړی دی.

منبع: تاند