نویسنده: انجینیرشیر”آهنگر”

برگردان به پشتو: س.ا .ا

علیرغم این که دیده درایان و معامله گران درمورد جنگ طالبان سفسطه و دیده درائی می کردند، سرانجام تجربۀ تلخ این تحلیل ما را ثابت ساخت که  با بیان علمی و مستدل گفته بودیم: 

دطالبانوجګړه یوه د ملي مقاومت جګړه نه ده!     

 په دې ورځوکې چې دامپریالیسم ناتاردټولو ترسترګوکیږي اودتیري کوونکو د رسوایۍ لوښی نسکورشوی دی . بیاهم په ډیره خواشینۍ سره، دلته اوهلته ځینې کسان دپخواني  «کفن کش» په یاد ولویدلې دي او ان په لویدیځو هیوادوکې دطالبانو دپلوۍ تکل دهغوی په ماغزوکې ګرځې. په ډیره خواشینۍ سره په دې تیرو دریوو لسیزوکې مونږ په واروار ددې تراژیدۍ لیدونکي وو. لکه چې دځناورو جهادیانو دواک پرمهال، ځینې کسان د«جلادنجیب» واکمني ښه ګڼل. اودطالبانود ړانده اوناتارګرامارت په راتګ سره دپاچاهۍ غوښتنه اونورې نیمه خوا اوناشونې هیلې دهغوی پرسرګرځیدل. اوس یوځل بیا دهمغې تراژیدۍ تکرارلیدل کیږي چې دهغې یو دلیل په پریکنده توګه دملي اوانقلابي واکمنۍ دآلترناتیف (ځای ناستی) نشتوالی دی ترڅوولسي پرګنې دخپلوحقونو اوآزادیو دلاسته راوړلو اوخوندي کولولپاره پرهغه باندی ډډه ولګوي. خوڅه کولای ش، دا زمونږ او زمونږ دمظلوم ولس بدمرغي ده. ځکه چې هرجنایتکار، واک ته درسیدوسره سم په لومړي ګام کې زمونږ دپوهانو او دهیوادغوره زامنودهیلوډک زړه اوټټردمیرڅمنۍ اورخې په غیشوویشتلی دی. اوپر ولسي جوړښتونواوبنسټونوباندی یې کلک ګوزارکړی دی، ترڅو زمونږ خلک دپوه لارښود اوکارنده بولۍ ( قومندې ) څخه بې برخې شي. ددې هیواد ډیرلږ شمیرپاتی شوي زړه سوانده پوهان یا د زړښت پیرتیروي اویاهم ډول ډول پرشاتمبوونکي لاملونه دهغوی دلارې خنډ ګرځیدلی اوڅنډو ته یې شړلي دي. په اوسني ځپل شویو ولسي بنسټونوکې هم بی لاریو، ډله ییزوخپلمنځي ناندریو دهغوی ګټوره پیاوړتیا په بې ځایه توګه له مینځه وړي دي. هیله من یوچې مترقي اوپرهیواد مین پوهان اوروڼ اندي (بوډاوي که ځوانان) اوزمونږ ولسي بنسټونه خپل هیواد اوخلکوته په ډیره ځیرنه اوژوره پاملرنه اوخپل تاریخی استازیتوب په ټینګارسره، پرستونزو اوخنډونو باندی بریالي شي اودخلکولارښوونې لپاره مشال وګرځي. ترڅودغه غم ځپلي اوپه ځنځیرونوښکیل خلک دیوې کندې څخه بلې کندې ته اودیوه څاڅخه بلې څاته ونه لویږي. اودروښانه اندتوګي(طرزدید) سره خپل ویجاړ شوی هیواد د آزادۍ، ښیرازۍ، رغونې اوسوکالۍ پرلورې لارښوونه وکړي اوپه غښتلي توګه لارووهي.

زمونږ په اند هغه څه چي په اوسنیوشرایطوکې دطالبانودمنلوغولوونکی اوبی لارې کوونکې رول لوبوي، وسله واله جګړه ده چې طالبان یې دویم ځل واک ته رسیدولپاره دنیواکګرواودافغانستان داوسني ښکیل شوي واکمنانو پروړاندی په لاره اچولي دي. ځینې داسې ګومان کوي چې ګواکې دغه جګړه د«ملی مقاومت » اود« تیري ضد» جګړه ده. او دغه دتیري پروړاندې ضدیت خو دافغانانولپاره راپاروونکی ټکی دی چې طالبان په هوښیارۍ سره هغه ته ګوته نیسي اوله ورایه هغه څه بریښي چې په ریښتینې توګه هغه شان نه دي.

ځینې کسان چې دپوهنې سترنومونه پرځان لري اودیوڅه پوهیدوسره سره، ددې ځواک اودهغوی دخوځښت په منلواونه منلوکې قومي، مذهبي، سیمه ایز، اویا د یوڅه دلاس ته راوړلوانګیزې په پام کې لري، نوددې کسانولارښوونه دحضرت فیل کاردی. خوله هغه ځایه چې ځینې کسان بیا داسې ګومان کوي چې دطالبانوجګړه دملي مقاومت جګړه ده، اوپه دې هکله داستالین اومائوتسه دون ځینو لاسوندونو(اسناد) ته نغوته اواشاره کوي. خوپه دې لنډو لاسوندونوکې به ووینوچې دطالبانوجګړه هیڅکله هم دیوملي مقاومت شرایط چې وکولای شودهغې نه پلوي وکړو، نه درلود اونه یې لري.

تردې د مخه دخپلې ټولنې دشننې په اړوند د ډول ډول اندونوسره مخ شوي وو، اوددې شننوبنسټ اوسرچینه موترڅیړنې نیولی و. په هغه ځای کې موویلی وچې ځینې په خپله شننه کې « اخوان عمده دښمن اوعمده تضاد فیودالیسم سره ګڼي، چې همدا اوس د دوی په وینا دهغوی یوه برخه دامپریالیسم سره په نه پخلاکیدونکې نښته اوتقابل کې ټیکاو لري، نوځکه ددې اند لارښوونه داسې ده: دعمده دښمن اوتضاد (فیودالیسم اواخوان) دحلولولپاره دامریکې سره په ملګرتیا اوهمغږۍ کړنه وکړواودهغې هم مرستې واوسو.»

مونږ دغه اند یواړخیز اوبې لاری وباله چې د واقعیت یوه خواویني اونورې خواوې نالیدلې پریږدي چې ددې پریوه خوالیدنې له امله، په پایله کې ملی تسلیم طلبي غوره کوي او پرهیواد باندې تیری د منلو وړ ګڼي . برسیره پردې په هغه بحث کې مو وویل چې دغه اند دامپریالیسم ماهیت اوکړنه او دفیودالیسم اوارتجاع سره یې جوړ جاړۍ اوپر یوې خواتلل یې نه ویني. زمونږ شننه داوه اوده چې زمونږ په هیوادکې عمده تضاد دخلکواود ارتجاع اوامپریالیسم ترمنځ دی.

دغه شننه زمونږ دهیواد د ټولنیز جوړښت اوخصلت څخه سرچینه نیسي. زمونږ ټولنه دجوړښت له پلوه نیمه مستعمره اونیمه فیودالی وه چې دامپریالیسم دتیري سره سم په یوه مستعمره اونیمه فیودالي ټولنه بدله شوه اودامپریالیسم اوداخلي ارتجاع له خوا دتیري اوناتارلاندی دی. نو زمونږ دخلکواصلی دښمنان امپریالیسم او داخلي ارتجاع دی. چې ددې دښمنانودځپلواوله مینځه وړلواو دټولنې دخلاصون لپاره مونږ یوملي – دموکراتیک انقلاب ته اړتیا لرو. دمائوتسه دون په وینا« تیروتنه ده که چیرې داسې انځورولروچې ملي انقلاب او دموکراتیک انقلاب کوروټ دانقلاب بیلابیل پړاوونه دي.» زمونږ انقلاب باید دښکیلاکګرامپریالیسم اوکورني ارتجاع په وړاندی وي. زمونږ په هیواد کې دننۍ ارتجاع دسترومالکانو، دلال سوداګر، لویدیز پورې تړلي تکنوکراتان، جګړه ماران، جهادي بنسټ پال اوطالبان دي چې دمائوتسه دون په غوره تعبیرسره «هررازملي احساس یی له لاسه ورکړی اودهغوی ګټي دامپریالیستانودګټوسره ګډې شوي دي، چې ددې هیواد پلورونکو ډلونه پرته امپریالیسم هیڅکله به په دې څیر بی شرمۍ تیری نه کاوه.» (د مائوتسه دون منتخب آثار، فارسي چاپ، لومړی ټوک، ۲۳۴ مخ)

هیڅکله باید هیرنه کړوچې دنورولاملونوترڅنګ پرافغانستان باندی دشوروي دتیري هڅوونکي اوغوښتونکي، خلقیان او پرچمیان وه. داباید هم هیرنه کړوچې دوژونکواو ویجاړوونکو بهرنیانو( پاکستانیان، عربان، ایرانیان اوامریکایان) افغانستان ته دراتلولپاره همدغه جهادي ځواکونولاره برابره کړي ده. زمونږ پرهیواد بهرني تیري کوونکي ، طالبان یې دیومزدورلښکرپه څیرزمونږ پرهیواد اوخلکوباندی تپلي دي. پردې باندی ټول پوهیږوچې د اوسني واکدارانومینځته راتلل د B 52  الوتکوله برکته ده. همدوی په ټولیزه توګه همغه دنني مرتجعین  دي چې په پورتنیوکرښوکې موهغه تعریف کړ. دوې په څرګند ډول زمونږ دخلکودښمنان دي اودښکیلاکګرامپریالیسم سره ګډ برخلیک لري. په رښتیا سره د دغوهیواد پلورونکوڅخه پرته، نه سوسیال امپریالیسم، نه امپریالیسم اونه هم نړیواله ارتجاع هیڅکله په دې څیرزړه ورتیا نه شوکولای چې زمونږ پرهیواد تیری وکړي.

ددې شننې پربنسټ په افغانستان کې امپریالیسم او ارتجاع د تضاد یوه خوا ټاکي. اوکله کله د دوی ترمنځ ټکرد خپلمنځي تضاد اومبارزې اودهمګونۍ ستونزه ده. مونږ د ارتجاعي ځواکونوترمنځ اوپه دې توګه د امپریالیستانو په منځ کې ددغسې مبارزې او پخلاینې (همګونۍ) شاهدان یو. مونږ نه غواړو چي دلته یوځل بیا پرهغه باندی خبرې اترې وکړو.

څرنګه چې په تیرانحرافي اندتوګه کې موولیدل چې د فئودالیسم او ارتجاع ګټې د امپریالیسم څخه بیلوي، اوپه افراطي ډول یو د بل په وړاندې ږدي اوپه دې تقابل کې د امپریالیسم پرخوا ودریږي ، نوپه پایله کې دملي تسلیم طلبۍ دانحراف لورې ته لویږي. یوه بله اندتوګه هم شته چې غواړي دهغه عکس ترسره کړي یعنې عمده تضاد یواځې د امپریالیسم سره ګڼي او ارتجاع  – چې پخپله زمونږ پرهیواد دتیري دلیل اولامل دی او « دامپریالیسم په وینولړلې توره» ده – دامپریالیسم څخه بیلوي اوپه دی بیلوالي اوتقابل کې، په دې پلمه چې دهغوی ځینې ډلې دامپریالیسم دتیري پر وړاندې جګړه کوي، پلوي یې کوي. چې بیا دتضادونو په ګډوډلو سره، یوي بلې بې لارۍ ته چې ماورای ارتجاعي انحراف ورته ویلی شو، ولیږي.

دتیري غندل د منلووړ اوښه خبره ده. زمونږ ولس هم په خپل اوږد تاریخ کې، پردغه نامه نړیوال شهرت لري. خوپه ډیره خواشینۍ سره باید ووایوچې دتیري ضد خوځښتونوکې رهبري او دشتووځواکونو دګډون اویووالي دڅرنګوالي په هکله دپاملرنې نشتوالی ، هرځل دزرونو اوسلونو زروانسانانو دوینواو زمونږ دهیواد دویجاړیدوسره سره، ددې مبارزولاسته راوړنې، ارتجاعي ځواکونه راخپل کړي او زمونږ ټولنه یې پرشا یون ته اړکړې ده.

دیوه ملي پوه بومیاګلوۍ (رهبرۍ) دنشتوالي له امله په نولسمه پیړۍ کې دانګریز دتیري کوونکي او ښکیلاکګرامپریالیسم پرضد زمونږ دخلکو دخپلواکۍ غوښتنې جګړې لاسته راوړنې امیر دوست محمدخان، امیرعبدالرحمن خان اودشلمې پیړۍ په دریمه لسیزه کې نادرخان ولوټل. اوهریوه په بیله بڼه یوځل بیازمونږ ولس دځان اوبهرني بادارا نو ترمرییتوب لاندی راوستل. دشلمې پیړۍ په پای کې دسوسیال امپریالیسم په وړاندی زمونږ دخلکوټینګاراوسرښندنو څخه دامریکې امپریالیسم، دسیمې ارتجاع اوبنسټ پال جهادي – طالبي مرتجعینوګټه پورته کړه. اوداسی توره ورځ یې زمونږ پرخلکوباندی راوستله چې هراحساس لرونکی انسان زمونږ پرحال اوښکې تویوي.

کیدای شي څوک وپوښتي چې تاسې ولې دشوروي ضدجګړه کې دچمتووالي پرته داخوان ترڅنګ ګډون وکړ؟  دشوروي په وړاندی په خپل سرراپاریدلی اوټولیزه وسله وال خوځښت کې دملي اومترقي ځواکونوګډون هغه سکالو(موضوع)ده چې خپلې  بیلې ځانګړتیاوې لري . هیرمونشي کله چې په  درۀ صوف، پکتیا، بامیان، وردګ، نیمروز… اوپه ۱۳۵۷ ش کال دحوت په ۲۴ د هرات پاڅون سره په خپل سرراپاریدلي وسله وال خوځښتونه پیل شول. هیڅکله هم ددې ځواکونو اوپاڅونونو نوښتګراخواني ارتجاعي ځواکونه نه ول. هغوی ددې پاڅونونوڅخه وروسته اودهغودلاسته راوړنو دلوټولو په موخه د پردیوله خواجوړ اوتنظیم شول. نوځکه په جګړه کې دګډون کوونکوسازمانونوڅخه یوسازمان (ساما) د «ملی خپلواکۍ» دشعاردلومړیتوب په منلو، دنوروِغوښتنوسربیره په خپله لومړنۍ اعلامیه کې دخلکوپه خپل سرراپاریدلي پاڅون ته دخبردارۍ په ترڅ کې، دملی مقاومت په جګړه کې  – دشهید مجید په قلم ـ داسې څرګندونه وکړه چې: « دبشردټول تیرشوي تاریخ تجربې اودهغې غونډلې(جملې) څخه زمونږ دخلکوامپریالیستی ضد جګړې اوددې هیوادپه زرونوسرښندونکو زامنو دوینوپه بیه ددې رښتیاینې منونکی دی چې ملي خپلواکي درښتینې دموکراسۍ، ټولنیزعدالت اومترقی یون پرته ، نوې ښکیلتیا اودتویو شویو وینود ضیاع پرته کومه لاسته راوړنه نه درلوده اونه یی لري. »    (دساما لومړنۍ اعلامیه)

ښه ځیرشۍ ! «ساما» په څرګنده توګه ویلې ده چې په جګړه کې زمونږ ګډون دجګړې اوان یواځې دتیري پرشا تمبولولپاره نه دی. مونږ دتیري ضدجګړه کې – چې دخلکوله خوا( ځیرشۍ دخلکوله خوا) پخپل سرراپاریدلې بڼه په لاره اچول شوې وه – دګډون په ترڅ کې ځینې استازیتوبونه ترسره کړل. دغه رسالت دملي خپلواکۍ لاسته راوړل، درښتینې دموکراسۍ تحقق ، ټولنیزه پیاوړتیا، اودخوځښت دپرمختیا جوتول و. ترڅو ددې تراغیزې لاندې وکولای شودخلکووګړیزه وسله واله جګړه دیوپخپل سرراپاریدلي ایله جارې جګړې څخه وروسته وکولای شي خلکوته رښتینې دموکراسي اوټولینزعدالت خوندي کړي. ترڅوټولنه دبشپړتیا، پرمختګ اوهوساینې لورته ولیږدوي اوخلک سوکالۍ ته ورسیږي.

خوپه ډیره خواشینۍ سره دبهرنیانولاس وهنې، دامپریالیسم جوړجاړي دفئودالیسم او ارتجاع سره او دهغوی له خوا دوسلو د انبارونواو دملیاردونودالرو لیږد او دزرګونو کارپوها نواستول، دې لوړې هیلې ته زمونږ دخلکو رسیدل ناشونی شو. او زمونږ دتیري ضد خوځښت باندی دامپریالیسم اودنني ارتجاع د برلاسي له لامله، هغه ټولې سرښندنې اوهلې ځلې « دنوي مرییتوب اود تویو شویووینودضیاع څخه پرته بله پایله نه درلود. »

 دغه ترخه اوخواشینوونکې پایله دغه اندتوګه جوته کړه چې ایله جارخوځښت ( که هرڅومره وګړیزهم وي دیوې رغندې، پرمختللې اوځواکمنې رهبرۍ څخه پرته) پرهغه باندی ارتجاعي لاس بري ځواکونه، په خپله خوښه د وروسته پاتې والي اوغلامۍ پربې لارې خوا لیږدوي. ملی اومترقي ځواکونه هیڅکله دا اجازه نه لري چې دغسې بې لارۍ ( انحراف) ته غاړه کیږدي اودهغه ترشالاړشي. مترقی ځواکونه په هغه مهال او د ملی مقاومت دجګړې په ترڅ کې، نه یواځې دارتجاع ترشا – چې دتیري په وړاندی هم جنګیدل – نه دي تللي، بلکې ( دسوسیال امپریالیسم، امپریالیسم اوارتجاع ) دشوم مثلث ترذلت دښکیلتیا خطراو د مقاومت دبې لارۍ په اړوند په ډیری شمیرلیکنواومقالوکې خبرداری ورکړی وو. اودخلکوپه خوځښت کې دامپریالیسم، دسیمې ارتجاع اودنني ارتجاع لاس وهنې غندلي وو اودهغوی دپایلې په هکله وړاندوینې کړې وې.

ملی اومترقي ځواکونه دنده لري چې وګړیزخوځښتونه مینځته راوړي اولارښوونه یې وکړي. اوهمدا ډول په وګړیزو او پخپل سرراپاریدلي خوځښتونوکې د«رښتینې دموکراسۍ دتحقق ، ټولنیز عدالت اومترقی یون» په لوردهغوی په پرمخ بیولوکې ګ‌ډون وکړي. خوکله چې یوخوځښت دخلکوله خوا نه  بلکې دامپریالیسم اودسیمې د ارتجاع دګټوپربنسټ، د وحشي اووینې څښونکوطالبانوله خواچې زمونږ بی ګناه نارینه اوښځې وژني اوسنګساروي او دهغوې دواکمنۍ توره څوکلنه تجربه هم لرو، اودټولو نه مرتجع پاکستاني ځواکونو تنظیمول – چې دافغانستان دخلکوسره خپله دښمني هم نه پټوي – په لاره اچول شوی اوله پیل څخه موخه یې دډول ډول ارتجاعي بادارانواوامپریالیستانود ګټوپه پام کی نیول اوخوندي کول دی. هیڅکله حق نه لروچې دهغوې منونکي اوتردې لاناوړه چې دهغوی ترشا ولاړشو. له دی امله چې په جګړه کی یوه اغیزمنه او دحساب وړ ځواک نه یو او د دې خوځښت دلارښوونې اونغوتې پیاوړتیا هم نه لرو او ان پرخپلو پښو د ودریدلوځواک هم نه لرو، نو ارومرو دطالب په ګوډاګي بدلیږو. حال داچې دشوروي دتیري ضدجګړه کې «چپ» ډلې خپلواک وسله والې جبهې، نیمه خپلواک اوترپوښښ لاندی جبهې درلودې اوان تردی پوری چې په ځینوپوښښي جبهوکې د کیڼ انقلابی ملګرو د زبر رول له امله هغه جبهه یی چپیانوته اړوندول.

په باوري ډول ویلی شوچې د امپریالیسم د وحشت او بمباریو، اقتصادی فشار او د جګړه مارو ډلو ځورونګی تحمیل، ژبنۍ او قامي تربګنۍ ، دمذهب ترنامه دخلکو تیرایستل او… په پایله کې، زمونږ د مظلوموخلکوځینې یوڅه کسان د طالبانوترشاولاړشول. ددې سره سره کله چې مونږ ته د طالبانو د رهبرۍ ماهیت او دهغوی د خوځښت ښکیلتیا څرګند شوی دی، مونږ حق نه لروچې په پوپولیستی الواک( مفکورۀ توده ګرایي) سره، یواځې په دې دلیل چې په دی خوځښت کې ځینې ناپوه اوغولیدلي وګړي هم شتون لري هغه دمنلووړ وبولو. ددې پرخلاف زمونږ پرهیواد باندی د امپریالیسم تیری او دهغوی د ماهیت څرګندونې باید دطالب د خلکوضد ارتجاعي او زبرارتجاعي ماهیت دڅرګند ولو په ترڅ کې دغه شمیرخلک وپوهول شي چې د طالبانو او دهغوی د بادارانو د شومو موخو ناپوهیدلي قربانیان نه شي.

تکراروو چې مونږ دنده لرو په هغه توګه چې د تیري، دامپریالیسم او دهغه دنني ملګرویعنې دکرزي او دشریکانومستعمراتي ادارې پرضد مبارزه کوو، د طالب کرغیړن او ارتجاعي ماهیت او د پردې ترشا لاسونه چې هغه ته مرسته کوي، د طالب وحشت او بربریت او دهغوی د یوځل بیا واکمنۍ ته درسیدلو راتلونکی خلکوته بربنډ کړو او دهغوی په وړاندی مورچل ونیسو. مونږ بایدخلک وپوهوو چې یوځل بیا د یوه څانه بلې څا ته ونه غورځول شي. مونږ باید خلک وپوهوو چې د طالب د یوځل بیا واکدارۍ سره، هیڅ یوځواک به ددې پیاوړتیا ونه لري چې د ډیرې اوږدې مودې لپاره د ټولنې پرشا یون او د طالب د وحشت او بربریت مخه چې دهغوی دپخواني دورې ‎څخه به ډیره بده هم وي، ونیسي. طالبان چې یوځل یی ماته خوړلې او په تیره بیاچې خلک دهغوی څخه پلوی هم نه دی کړی، واک ته د رسیدوسره سم د ټپي مارپه څیرخپل زهرزمونږ د بې دفاع او بی پناه خلکوپه ځان به تش کړي. بی له شکه هغوی به زمونږ ټولنه په پیړیو ترشا وغورځوي.

ددې شننې څخه باید داسې پایله لاسته رانشي چې ګواکې مونږ دطالبانوپه غندلوسره داوسني وضعیت منونکي یو. هیڅکله او په هیڅ ډول داسې نه ده. خو د بد او ډیر بد دښمن څرګندول یو دود دی. هغسی چې مارکس هم پانګه وال (بورژوازي) د فیودالۍ اشرافیت په پرتله پرمختللی باله. لنین اومائوتسه دون او نورو هم د ودې کچه، داړونکي، وحشت او… د ډول ډول دښمنانو سپړنه یی کړي دي اوبدڅخه ډیربد دښمن یې راپیژندلی دی. ترڅو دهریوه په اندول  مبارزه وشي.  مونږ اوسنۍ واکداري دتیري زیږنده بولو او زمونږ په اند هرډول ملګرتیا او په یوه لاره ورسره تلنه که د دولت په لوړ پوړو څوکیو کې ګډون لري  اوکه په غله اولوټمارو  NGO ګانوکي دي اویا په هره بله بڼه، دتیري سره ملګرتیا ده. هو، مونږ دتیري او دهغې دزیږندې په بشپړه غندلوباندی باورلرو. او ددې هیلې د رښتیاینې او د ټولنې د خواري کښوپوړیو(طبقاتو) پرګټوولاړ نظام د ټیکاو لپاره هلې ځلې کوو. خو دا باید څرګند کړوچې د تیري ضدجګړه کي زمونږ ملګري څوک  دي؟   اوڅه ډول خوځښت « ملی مقاومت» دی؟

دلته مونږ غواړو د یووالي د څرنګوالي او د تیري ضدجګړه کې د نورو ځواکونو سره ملګرتیا د ښه روښانتیا لپاره اوهغه شرایط چې انقلابیون یې یووالی اویا« متحده جبهه» کې بایدڅرګند او بیان کړي، څوتاریخي تجربې وړاندی کوو. ترڅووګورو چې دملي مقاومت خوځښت شرطونه څه دي؟

مائوتسه دون دجاپان په وړاندې دمقاومت او دموکراسۍ په اړوند وایي:

« … د دموکراسۍ لپاره مبارزه کټ مټ د مقاومت لپاره مبارزه هم ده. مقاومت او دموکراسي متقابلآ یو دبل شرط دی. په هماغه توګه چې مقاومت او داخلي سوله او یامقاومت او داخلي دموکراسي یو دبل شرطونه دي. دموکراسي دمقاومت ضامن دی اومقاومت کولای شي د دموکراسۍ لپاره د خوځښت د ودې لپاره برابر شرطونه مینځته راوړي.»

                              (دمائوتسه دون منتخب آثار، فارسي چاپ، لومړی ټوک، ۴۴۰ مخ)

دغه اصل همدا اوس په افغانستان کې په کلکه د ټینګاروړدی. آیاطالبان مني چې لږترلږه دموکراسي رعایت کړي. او دځان څخه پرته بل ځواک دخپل هویت او تشکیلاتو په ساتنې سره ان دتیري ضدجبهه کې په خپل څنګ کې مني؟ آیا طالبان حاضردي دتیري ضد متحده جبهه کې ډیرلومړني دموکراتیک اصول چې هماغه دتیري ضدځواکونو د هویت او دموکراتیک حق په رسمیت پیژندل دی، امپریالیسم او یا نورو بهرنیوځواکونوته نااړوندي، دخپلوملګروځواکونو ګروهو (باورونو) ته په درناوي او دخلکو دآزادیو ا و حقونو منل دی ، په پام کې نیسي؟ آیاطالبان حاضردي د نورو په وسله سمبال اوتنطیم شویوځواکونوسره په سوله کي ژوند وکړي؟ مونږخو داسې تصورهم نشوکولای. نونه پوهیږو چې هغه ځواک اویا که څوک وغواړي دتیري ضدجبهه کي دطالبانوملګرتیا وکړي کوم شرطونه باید په پام کې ونیسي اوطالبان د نوروڅخه څه شی غواړي؟

هغه جګړه چې اوس مهال طالبانو په لاره اچولې ده، که چیرې ومنوچې دتیري ضد او د مقاومت جګړه ده(چې منل یې ګران دی) څرنګه چې خلکو او وګړیزو تنظیمونوته هیڅ حق اوونډه نه ورکوي ، نوهرومروماتې سره مخامخ کیږي. هرڅوک که څه هم وغواړي چې په دی جګړه کې ګډون وکړي باید دطالبانوشرایط او ورمندونه (دستورونه) ومني یعنی طالب شي. نوځکه نه شوکولای دغه جګړه د«ملی مقاومت جګړه» وبولو.

مائوتسه دون وایي: «دمقاومت جګړه په هغه توګه چي یواځې د دولت له خوا [ په افغانستان کی دطالبانوله خوا ] ترسره کیږي او دخلکو پرګنې په هغه کې ګډون نه لري، کوروټ د ماتې سره مخامخ کیږي. ځکه چې نوموړې جګړه په بشپړه توګه ، ملی انقلابی جګړه نه ګڼل کیږي ځکه چې نوموړې جګړه دخلکوجګړه نه ده… په بشپړه مانا سره په ملی انقلابی جګړه اویا ټولیزه دمقاومت ملی جګړه کې دهیواد د خلاصون لپاره باید د جاپان په وړاندی هغه لس ګونې برنامه چې کمونیست ګوند مطرح کړی دی، پلې کړو.»( د ما ئوتسه دون آثار، دویم ټوګ، فارسی، ۸۶ مخ )( دکمونیست ګونددلسګونې برنامې دلوستلولپاره دمائو دآثارو دویم ټوک ته مراجعه وکړئ، ۳۲ نه تر۳۹ مخونه)

پاملرنه وکړئ چې ان هغه جګړه چې دګومیندان دولت دخپل څوسلیزه زره فوځ سره دجاپان په وړاندی په لاره اچولی و، څرنګه چې وګړیزاو دموکراتیکه تګلاره یې نه درلوده، مائوتسه دون هغه ملی انقلابی جګړه نه ګڼي او دهغه دماتې وړاندوینه کوي. او یواځې هغه جګړه ملي انقلابي، دمنلو او پلوي وړ ګڼي چې په هغه کې دخلکو پرګنوته پراخه ونډه ورکړشي. او دخلکو او سیاسي ځواکونو او کړیو د آزادۍ‎ اوحقونو د خوندی کولو لپاره دموکراتیکه تګلاره ولري. دشوروي ضدجګړه دخلکو جګړه وه. مونږ غوښتل چې په جګړه کې دګډون سره سم، د دموکراتیکې تګلارې په ورکولوسره مترقي لورته یی بوځو. څرنګه چې مونږ په دې کارکې بریالي نه شولو، نو د خلکوجګړه د برلاسي ارتجاعي ځواکونو له خوا بی لارۍ ته یووړل شو.

اوس طالبان پخپله جګړه مارۍ باندی چې کله کله دځناورو بڼه لري ( لکه دژورنالیستانو، دماین پاکۍ اودطبی خدمتونودکارکوونکو سرونه پرې کول، دښځو سنګسارول، دښوونځیوسوزول اودښوونځیودنجونوپرمخ باندی دتیزاب شیندل او…) د پورتنیونوموړوشرایطوڅخه کوم یویې لري چې وکولای شوهغه دملي مقاومت ځواک او دهغوی جګړه، ملي انقلابي جګړه وګڼواوویې منو. طالبان نه دخلکودویړ(پراخ) پلوۍ نه برخمن دی او نه د دموکراسۍ او د خلکو د حق سره جوړجاړۍ لري.

مائوتسه دون دیوې ملی انقلابی جګړې سیاسي موخه داسې تعریفوي: «د جاپان پرضد مقاومت د جګړې سیاسي موخه… عبارت دی د جاپان د امپریالیستانو بهرته شړل او د یونوی چین جوړول چې په هغه کې آزادی او برابري واکمن وي» ( د مائودآثارودویم ټوک، فارسي چاپ، ۲۳۲ مخ)

 دلته په څرګند ډول وینو چې مائوتسه دون « د جاپان امپریالیستانو بهرته شړل او د یو نوي چین جوړول چې په هغه کې آزادي او برابري واکمن وي»  دیوې سیاسي موخې برخې بولي چې یوبل ته اړ اواړین (لازم اوملزوم) دي. آیا کولای شو داسې وانګیرو چې دطالبانو د رهبرۍ لاندې – که څه هم تیري کوونکي امپریالیستان د افغانستان نه بهر ته هم وشړل شي – یونوی افغانستان چې په کې آزادي او برابري واکمن وي مینځته راشي؟ هیڅکله ! داسې هیله خیال اوناشونی دی.

مونږ دتیرخونړیوتجربوپه پام کی نیولواو د ډیری انقلابي او وګړیزوشهیدانواو تیرشویو خوځښتونوباندی د ارتجاعي رهبریو ترخو تجربو په پام کی لرلو، یواځې دتیري ضداحساساتوسره د ستونزو په هکله باید بسنه ونګړو. تردې وروسته په هریوخوځښت اوجګړه کې د یووالي لپاره ګډون، د یوخپلواک ځواک په توګه او دخپل ایدئولوژۍ اوتشکیلاتو د هویت په ساتنې سره او د خلکولپاره خپلواکۍ او دموکراسۍ او د ټولنې پرمختګ باندی باید ټینګاروکړو، او د دې شرطونو څخه د یوه نه هم باید تیرنه شو. مونږ په جګړه کې یواځې دجګړې لپاره ګډون نه کوو. مائوتسه دون په دې هکله هم یوه لارښوونه لري: «د مقاومت جګړه ، یوالی اوپرمختګ… یوه ځانته غونډله جوړوي او د یوه څخه یې هم نه شوتیریدلای. که چیرې د مقاومت پرجګړه اونه په یووالي او پرمختګ باندی ټینګاروشي، دغسی «دمقاومت جګړه» به نه ټینګه وي او نه هم پایښت لرونکې. د یووالي او پرمختګ لپاره دبرنامې پرته، د مقاومت جګړه ډیرژریاځنډ تسلیم طلبۍ ته اوړي او یاماتی سره مخامخ کیږي. مونږ کمونیستان پردې اند یو چې دغه درې اصله باید یوه ځانته غونډله جوړه کړي».

                                 (د مائوتسه دون د آثارو دویم ټوک، فارسی چاپ، ۶۰۷ مخ)

په رښتیا سره چې همداسې ده او زمونږ ترخه تجربه هم هغه روغه ګڼي. مونږ چې دځینو دننيو او بهرنيو مخنیوونکو لاملونو تراغیزې د شوروي سوسیال امپریالیسم ضدجګړه کې ومونشوکړای چې د یووالي او پرمختګ اصل د مقاومت جګړه کې ګډ کړو، دتیري دغندلوسره سره ، د مقاومت خوځښت د ارتجاع او امپریالیسم غوښتنوته تسلیم شوچې اوسني مصیبتونه دهغې پایلې دي. اوس که چیرې یوځل بیاڅوک راشي او د امریکې دنیواک ترنامه لاندی دپاکستان «آی اس آی» او القاعده اوطالبانولاس بري او مرییتوب پرمونږ او زمونږ پرخلکوتحمیل کړي، داسې مقاومت په رښتیاسره هم چې «یوه مټاکه خبره» ده او ان چې یو ناورین دی. داسې متحدینوسره دخپلواکۍ غوښتلوهیله یوه خوشې هیله ده.

د تیرې شویو ترخو تجربو تکرارته، نورنوتیروتنه نه شوویلی. مونږ ته پکاردی چې په ناغوښتلي او ناپوهۍ سره پرهغه ځای ټیکاوونه نیسوچې زمونږ وړنه دی. د امریکې او دهغه د نړیوالوملګروپه وړاندی مقاومت زمونږ او زمونږ دخلکوحق او دنده ده چې باید په پوهه او دخلکوپه راپارولواو د رښتینې خپلواکۍ غوښتونکواووګړیز ځواکونوسره دهغوی اړیکې نښلول او زمونږ دهیواد اوخلکو د بشپړ خلاصون لپاره د آزادۍ غوښتنې اومترقي تګلارې تدوین اوتحقق باید ولټول شي او ټول مترقي اوملي ځواکونه باید په رښتینې توګه دهغه لپاره کاراوکړنه وکړي.

کیدای شي چې ځینې دوستان داستالین وینا د یولاسوند په توګه وړاندې کړي چې ویلی و: «دافغانستان دخپلواکۍ لپاره د افغان د امیراو دهغه دملګرو او مرستندویانومبارزه له عیني لیدلورې انقلابي مبارزه ده. ځکه چې دغه مبارزه امپریالیسم له پیاوړتیاغورځوي او دهغه ځواکونه خوروي اوله ریښې نه یی لړزوي …»( استالین، دلیننیسم داصولوپه هکله، فارسی چاپ، ۸۶ مخ)

پرځای ده چې همدلته او دهماغه اثرڅخه د استالین یوبله وینا راوړو چې وایي: « د دویم بین الملل په پړاوکې اوملی ستونزه دلیننیسم په پړاوکې کوروټ یوشان نه دي. دغه دوه پړاوونه نه یواځې دحجم اوشمیرله مخې بلکی د دنني خوا له مخی یو دبل سره ژورتضاد لري». (هماغه اثر، ۸۰ مخ)

دیالکتیکی لیدنه اوعینی واقعیتونه حکم کوي چې ووایو د۸۰ کلونوپه شاوخوا تیریدوسره چې د استالین دلیکنې څخه تیرې شوي دي، په ملي ستونزه کې نوربدلونونه هم راغلي دي چې نه شوکولای په بی پروایۍ سره دهغې ترڅنګ تیرشو او پرهغه نقل قول باندی بسنه وکړو.

 د استالین د ژوندپرمهال دمستعمراتوملي خوځښتونه چې دامپریالیسم دبرلاسۍ پرضد او په عمده توګه دښکیل لاندی هیوادونو د ملي بورژوازۍ تر  بومیاګلوۍ لاندی پیل به شول، پلوي یې کیده او دغه یواصولي اومترقي کاروو. ځکه چې امپریالیسم اوښکیلاک پرارتجاعي ځواکونوباندې په ډډه لګولوسره ( په ټولیزه توګه پرفئودالي اشرافیت باندی) ولسونه یې ترښکیل لاندی راوستل. دهغوی په مخامخ لوری کې خپلواکي غوښتونکي ځواکونه چې په ټولیزه توګه ملی پانګه وال دهغې په سرغنه(مشري) کی وه ددې استعماري بندونو د شلولولپاره او د امپریالیسم دکړۍ د ناځواکه کولولپاره ملي خپلواکي غوښتونکي خوځښتونه یې په لاره اچول.

زمونږ په هیوادکې، هغه مهال د انګریز امپریالیسم د مرتجع فئودالانو او روحانیونو سره په جوړجاړي هڅه یی کاوه ترڅو زمونږ هیواد ترخپل ښکیل لاندی ولري. ددې ترڅنګ امان الله خان او دهغه ملګري ( داستالین په وینادهغه اعوان اوانصار) چې زمونږ په تاریخ کي د دویم مشروطه غوښتونکو په نامه شهرت لري او دهغوی مستعجل دولت هم مشروطه دولت نومول کیږي، او دملي پانګه وال استازي شمیرل کیدل، دهغوی تګلاره ترهغه مهاله زمونږ په هیوادکې ‌ډیره مترقي او دموکراتیکه تګلاره شمیرل کیده او دهغوی دتیري ضدخوځښت د ټولوخلکو د ملاتړ څخه برخمن وو او پردیو پورې پییلی نه وو. ځکه حق یی درلودچې په ملي او نړی واله کچه د هرمترقي ځواک دمنلووړ وي. تاریخ شاهد دی چې دهغه خوځښت ګوزار پرانګریزي امپریالیسم باندی هومره کلک اوکارنده وو چې انګریزترهغې وروسته نورهیڅ کله ونشوکړای چې دافغانستان خلکوسره مخامخ شي. استالین اوبلشویکانو دغه مترقي اوولسي خوایی لیدل چې باید دهغه پلوي یې کړی وای. ددی نه به تیرشوچې دهغې ورځې په شرایطوکی ددې امپریالستی ضدخوځښت پرتله د اروپایي سوسیال دموکراتانوسره چې دخپلو امپریالیستانو د پلوي ترکچې پریوتي وه، څومره اړین او دهغو ورځو د ملي او مترقي خوځښتونو په ګټه وه.

خو د دویمې نړۍ والې جګړې څخه وروسته ملي پانګه وال، په پرمختللي اوخپلواکه توګه دودي شونتیا ونه موند، او دهغه ځای په ټولیزه توګه امپریالیسم ته پییلی پانګه وال یا کمپرادورنیولی دی. که څه هم  دیوه امپریالیسم پروړاندې ودریږي خوبلې ته کوروټ پییلتوب لري. اوهرګله چې د خوځښت په سرغنه کې یې ټیکاو نیولی، هغه یې په ځان پورې اړوند امپریالیسم ته سپارلی دی. دهغي بیلګه د نړۍ په ‌ډیروبرخو او په ځانګړي توګه د ختیځې اروپا په هیوادونو اوپخوانې شوروي کې په څرګنده توګه لیدلی شوچې څرنګه دخپلواکۍ غوښتنې ترنامه لاندې د امپریالیسم په مطیع ګوډاګي بدل شوي دي. د یادونې وړ ده چې به نننیو شرایطوکې مونږ لیدونکي یو چې امپریالیسم او په هغه پورې پییلی کمپرادوریسم د ځایي او نړیواله ارتجاعي ځواکونوسره یوځای دولسونوپه ښکیلتیاکې په ګډه کړنه کوي. نوځکه زمونږ دهیواد ارتجاعي ځواکونه، اوپه تیره بیاله هغې غونډلې څخه طالبان په زرونومزیو د ډیروامپریالیستانو او سیمه ییزو مرتجع انډیوالانو دګډبرخلیک اوآرې (ماهیت) په لرولو، یودبل سره تړلي دي. او په هیڅ ډول نشې کیدای چې دامان الله خان او دهغه دملګرو د خپلواکۍ غوښتنې خوځښت سره پرتله شي. او نشوکولای پرهغه باندې« دملي مقاومت » نوم کښیږدو او وې منو.

د یادونې وړ ده چې د ملي خوځښتونو د ماهیت او دهغې د پلوۍ شرطونو او څرنګوالي په اړوند، د استالین یوه بله وینا د همغه ځای څخه راوړو: « ملي ستونزه د پرولتاریا د ټولیزې ستونزې یوه برخه او د پرولتاریا د دکتاتورۍ یوه برخه ده. ستونزه په دې ډول ده چې آیا د مظلوموهیوادونو د آزادۍ غوښتنې خوځښت په مینځ  کې انقلابي شونتیا پټ دی، همدااوس خپل وروستي بریدته رسیدلي. اوکه چیرې نه دي رسیدلي آیا هیله او بنسټ یې شتون لري چې دهغو شونتیاوو څخه یې د پرولتاریا انقلاب دپاره ګټه واخلو او ناخپلواک او ترواک لاندې هیوادونه د پانګوال امپریالیسم د زیرمې څخه د انقلابي پرولتاریا زیرمې ته واړوو او په ټل (متفق) یې  بدل کړو؟» نوځکه د « پرمختللي ولسونو» د پرولتاریا له خوا د ناتارلاندې ولسونوخوځښت ته د مرستې اړتیالیدل کیږي، هغه هم پریکنده اوټینګه مرسته. دا په دې مانا هم نه ده چې پرولتاریا باید د هرډول ملي خوځښت سره یعنې د تل لپاره په ټولوځایونو او په ټولوځانګړو برخوکې مرسته وکړي.» ( استالین، لنینیسم داصولوپه هکله، ۸۳ او۸۴ مخونه)

دغه اوږد نقل قول، په تیره بیاهغه ټګي یې چې مونږ پرې ډډه لګولې په څرګند ډول ښکاره کوي چې هرخوځښت ، که څه هم د تیري ضدڅیره ولري، د امپریالیسم ضد ملي خوځښت نه دی چې پرولتاریا او مترقي ځواکونه دهغوی پلوي ته اړ وي. د امپریالیسم ضدآزادي غوښتونکی خوحًښت باید ترښکیلاک لاندې هیواد دپانګوال امپریالیسم او دهغه پوری تړلې ارتجاع د زیرمې څخه خلاص کړي. ټینګارکوو باید ترښکیلاک لاندې هیواد دپانګوال امپریالیسم او دهغه پورې تړلې ارتجاع د زیرمې څخه خلاص کړي او د انقلابي پرولتاریا په زېرمه اوټل یې واړوي. د داسې خوځښت چې دهغه موخه د«خپلواکۍ» څخه لازیات په ملي آزادۍ اود ولس په خلاصون پای ته ورسیږي، نه یواځې داچې ترې پلوي وکړو بلکې دهغه په منځ ته راوړلو، بشپړولو او بریالیتوب ته د رسولولپاره دسرښندنې تربریده هم کړنه وکړو. خو د افغانستان د طالبانوخوځښت او دهغوی پاکستاني ټلوالی دانقلاب، پرولتاریا او دمترقي ځواکونوستردښمنان دي چې هیڅکله هم دهغوی ملګرتیا او پریوه لوري تګ ته د پرولتاریا اوپه پایله کې پرولتاري انقلابي سازمانونوسره کومه هیله نشته. دا خو به هیڅ شونی نه وي چې وکولای شو د طالب په ملګرتیا، او ترهغه لاناوړه چې دهغوی تربومیاګلوی لاندې، ښکیل شوی افغانستان د امپریالیسم او ارتجاع د زیرمې څخه د پرولتاریا په زیرمه اوټل بدل کړو. دا ناشونی دی! ددې سره سره په تکراریادونه کوو، مونږ همدا اوس په خپل ښکیل شوی هیواد کې دنده لروچې د تیري د تمبولو او په دې اړونددخلکو د پوهاوی او راپارولو په موخه کاروکړو. په همدې توګه د طالب او یا هر ارتجاعي او امپریالیستي ځواک له خوا د خلکوڅخه د توپ د خولې د غوښې جوړولو د مخنیوي لپاره کاروکړو. مونږ باید په ډیرزغم سره د یومتشکل، مترقي او دتیري ضد ولسي اوږدي جګړې سمبالوونکي او پرخپلوپښوولاړسازمان د جوړولو لپاره خپله ملاوتړو اوهڅه وکړو ترڅو دځان او د ولسي ځواکونوپه تنظیمولوسره د پوهې په مرسته د خلکو د پرګنو د پوهاوي اوتنظیمولوپړاوته وده ورکړو. په هغه توګه ځینې ستړي اوله اده باده لویدلي کسان، په ننني شرایطو او دامپریالیسم د وسلواو پرمختللي تخنیک په وړاندې داکار ناشونی ګڼي، چې ناشونی نه دی. دعراق زړه ور او جنګیالي خلک پرون ددې کار د شونتیا په ښودلوسره نړۍ یې دهیښتیا سره مخامخ کړل او زمونږ زړه ور اوجنګیالي خلک به هم سباته هم دغه کار وکړي. خوهمدا اوس دهغې تیارۍ په ترڅ کې، کولای شو د ولسي خوځښتونو او حرکتونو لکه اعتصابونه ، مظاهرې او ولسي غبرګونونو څخه په ټول هیوادکې کارنده ملاتړ وکړو. او خپل ترښکیلاک لاندې هیواد د ستونزو دلاملونو اوجرړوپه سپړلوچې بی له شکه د امپریالیسم او ارتجاع په وجودکې نغښتی دی هغوحرکتونوته د شونتیا تربریده د امپریالیسم او ارتجاع ضد ماهیت ورکړو. مونږ په خپله هم باید ددې ډول خوځښتونو دمنځته راوړلولپاره هڅه وکړو. مونږ باید په ډیر زغم سره بنسټیزه دنده چې هماغه د انقلاب دریو وسلو منځته راوړل دی چې دزمانې دغوښتنو د اوسني ودې دکچې دانډول سره سمون ولري په لاره واچوو. پر« وګړیزه اوږده جګړه» باندې باورپه دې مانا نه ده چې بې ګودره په اوبوورګډشو، ځکه چې مونږ همدا اوس دتشکیلاتو، سیاسي اونظامي پلوه په هغه پړاوکې نه یوچې وسله واله مبارزه، زمونږ د مبارزې عمده بڼه وټاکي او مونږ د دې عمده دندې د ترسره کولولپاره د طالب ملګرتیا اوان ترشا تلوته اړشو. زمونږ دهیواد هغه بی عمله «چپ» قافیه بافان او په اصطلاح «کمونیست» چې ان دلس کسیزې اعتراضي ډلې دراټولو او راپارولو پیاوړتیا دهیواد په دننه اوبهرکې نه لري ، نو د وسله والوځواکونو درلودل او راپارول یې یوه دوړه او درغلي ده. او دهغوی شتون باید په انترنت او یا دغلو او لوټمارو NGO  ګانو په سرغنه کې او یا د نیواکګرو ترڅنګ ولټوو. ددوی په انترنتي پاڼوکې په اوسنیوشرایطوکې په غلطه دوسله والې مبارزې عمده منل، دپاکستان د(آی اس آی) یعنی دطالب مینځته راوړوونکي څخه الهام اوسرچینه اخلي. او د اپلتوپه ویلوسره غواړي دخلکوخوځښت دطالب ترولکې لاندې راولي.

یادونه کووچې د مبارزې یوه بڼه هغه مهال عمده کیږي چې د زمانې د اړتیاپه پرتله او دکار د کچې په انډول د مبارزې نورډولونه په خپل چوپړکې ونیسي. اوپرهماغه مهال ترټولو د کارونو آسانتیا راوستونکی، ډیره اړینه او دمبارزې ډیروړډول وي. اوزاراوترسره کوونکي اړین جوړښتونه یې تیارشي. او انقلابی ځواک بایدهم وکړای شي هغه ډول مبارزه د نورو ډولونو څخه په ښه توګه ترسره کړي اومخ په وړاندې بوځي. مونږ اوپه ټولیزه توګه ټول انقلابي «کیڼ» ځواکونه د استرا تیژیک لیدلوري «ولسي اوږدې جګړې» باندې باورلرو. په ډیره خواشینۍ سره د داسې شرایطولرونکي نه یوچې وکولای شو وسله واله مبارزه پیل کړو اوپه لاره واچوو، دابه لاپرځای پریږدو چې هغه د مبارزې عمده ډول وګڼو. د انقلابي دندوترسره کول، هغه څه چې بی عمله «کیڼ قافیه بافان» انګیرنه لري دلمانځه د ادا کولوپه څیرنه دی چې د هر راز شرایطولاندې باید اداکړو. د طوطی په څیردغوړوکلموبیابیا ویل زمونږ د درد درملنه  نه کوي . مونږ د انقلابي دندو په ترسره کولوکې باید دټاکلي اوضاع څخه ټاکلې شننه بایدولرو. او په دې شننه کې باید رښتینی اندتوګه ولرو. لومړی باید ځان اودځان پیاوړتیا داوسنیوشرایطو په ترڅ کې په پام کې ونیسواووګوروچې څه یو اوڅه کولی شو. د«څه بایدوکړو؟» دهیلوڅخه تر« څّه کولی شو؟» واقعیت پورې دتل لپاره توپیرونه شته دي چې ددې توپیرونو د له منځه وړلوبهیرکله کله د اوږدې مبارزې غوښتنه کوي . مارکسیست – لنینستان دخپل انقلابي ریالیسم سره دهغه څه چې کولی شوڅخه پیل کوي ترڅوپه کاراونه ستړي کیدونکوهلوځلوسره د« څه باید وکړو؟» هیلې ته ورسیږي. په هغه توګه چې لنین، استالین، ما‌ئوتسه دون اونوروانقلابي کمونیستانوکړی دی.

          دپای څوټکي:

دتضاد د دیالکتیکي شننې پربنسټ، امپریالیسم او ارتجاع د تضاد د یوې خواتوکي دي دهغوی دلته اوهلته ټکر( دښکیلاکګرامپریالیسم او دهغوی سره په مورچل ناست ارتجاع سره دطالبي ارتجاع تضاد) هماغه د پخلاینې (همګونۍ) او په خپل مینځ کې دتضادونو د مبارزې ستونزه ده. زمونږ دهیواد ارتجاع چې په پورتنیوکرښوکې مو در وپیژندل، بی ګومانه د خلکودښمنان دي. دبرخلیلک له پلوه د امپریالیسم او دتیري پرخوا او دهغوی د ګټوپلویان دي.

د ستراتیژیک لیدلوري له مخې د ارتجاع او امپریالیسم د تاریخي اړیکو اوګډې آرې پربنسټ، طالبي ارتجاع اوبل هره یوه ارتجاع د امپریالیسم سره په یومورچل کې ټیکاولري. په پای کی به طالبان هم خپل ځانګړی دریځ په هغه کتارکې ونیسي. د امپریالیسم او ارتجاع کمپ کې د تضادونو او پخلاینې (همګونۍ) په ستونزه کې، د دې دواړو د تاریخي ګډې آرې پربنسټ، همدا اوس دهغوی په ځینو برخوکې پخلاینه پرمبارزه باندې برلاسی دی اوعمده والی یې موندلی او دهغوی ترمنځ مبارزه ترولکې لاندې او دویم دریځ یې نیولی. کیدای شي په ځینوشرایطوکې دلنډی مودې له پاره عمده شي.

«دطالبانوخوځښت» چې زمونږ نارینه او ښځې د داړونکوځناورو په څیر وژني اوسنګسار وي او دهغوی دواکمنۍ ځوکله توره اوشومه ترخه تجربه هم زمونږ مخې ته پرته ده، نه دوګړو له خوا، بلکې د امپریالیسم او سیمې د ارتجاع د ګټو د تضاد پربنسټ، او دپاکستاني ترټولوشریرواوارتجاعي ځواکونوپه تنظیمولوسره – چې د افغانستان د خلکوسره خپله دښمني هم نه پټوي – په لاره اچول شوی او دپیدایښت له پیله موخه يې د امپریالیستي او ډول ډول ارتجاعي بادارانو د ګټوخوندی کول دی. نوځکه له پیل څخه تراوسه پورې هیڅ کله د یوه ملي مقاومت د جګړې شرایط چې وکولی شو دهغې څخه پلوي وکړو، نه درلود اونه یی لري. طالبان نه دخلکودویړ(پراخ) پلوي څخه برخمن دي او نه هم د دیموکراسۍ او دخلکو د حقونو سره جوړجاړی لري، اونه هم د خلکو د غوښتنواو اړتیاوو په انډول یوه ټولنیزه تګلاره په لاس کی لري. دغه تور ارتجاعي خوځښت د نړیوال امپریالیسم او دسیمې ارتجاعي خواووته دټینګ پییلتوب سره ژریاځنډ د ظاهري دښمنۍ د دریځ څخه د امپریالیسم او دځایي نورو ارتجاعي ډلوسره به یوځای شي او خپل دریځ ته به بدلون ورکړي. دغه بهیر دمخه پیل شوی او د بشپړیدو په حال کې دی ځکه چې د امپریالیسم او ارتجاع د ټلوالي د پیاوړتیا او کمزورۍ، او د دې دووشیطانانو د خونړۍ واکمنۍ نسکوریدل، یعنی د امپریالیسم او دفئودالي او کمپرادوري ارتجاع ضد  د ملي انقلاب بریالیتوب، د تنظیم شویو او پوهو خلکوچې د یوه باتدبیره اوتوریتې خاوند بومیاګلوۍ دمخکښ په توګه برخمن وي،  دنده ده. هیله من یوچې دانقلابي کاراوکړنې اوګډ اصولي او پایښت لرونکی او د اجرایي جوړښتونو اړینې دندې په ترسره کولو، بیایوه ورځ وکولی شو د انقلابیونواو ترناتاراوکړاوونولاندې خلک او دخپلوملګرودزړه له کومې غوښتنوته پرځای، منطقي اوګټورځواب ورکړو. او د خلکوپه ملګرتیاسره زمونږ د ماشینګڼو ډزې تیري کوونکي او دهغوی مرتجع ټلوالی په نښه ونیسي او دخپل هیواد ا و ټولنې څخه دهغوی په بشپړشړلو، د افغانستان د ځوریدلي او ویرژلي خلکو د بریالیتوب لیدونکي و اوسوچې په یوخپلواک، دموکراتیک، ودان، ښیراز، بډای، پرمختللی او دهرډول ستم څخه بی غمه ژوند وکړي. دهغې ورځې په هیله!