ارسالی وژمه

تبصره: جنگ افروزان استعمارگر امریکائی ومتحدان ناتوئی شان درلجنزار جنگ است که می توانند به زندگی نگبتبار پرازیتی شان بهتر ادامه دهند. این زالوهای خونخوار با تجاوز به کشور ما آن را زخمی نمودند و حال بر آن زخم خونچکان چسبیده و از آن خون می مکند. اغواگرانی که حضور نظامیان امریکا وناتو را موقت می گفتند، اینک مشت دیگری بردهان گندآلودشان می خورند و لکۀ دیگری بر دامن چرکین خود کمائی می کنند.

امریکا و ناتو را فقط به شیوۀ بیرون کردن روسها از افغانستان و با درس گیری از اشتباهات آن، می توان ازاین کشور بیرون انداخت.

ناټو په کابل کې خپلو پوځیانو ته دایمي مرکز جوړوي

د ناټو په مشرۍ ځواکونه، چې له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي، اوس غواړي چې خپل موقتي استوګنځایونه پر دایمي هغو بدل کړي.

د امریکا د سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناټو چارواکو وویل چې تېره اوونۍ په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره د قوماندې او کنټرول د یوه ستر مرکز د ودانۍ قرارداد وشو.

د سږکال په جون میاشت کې د ناټو ځینو پوځیانو وویل چې د پلان شوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو له کبله به سلګونه پوځیان او سلاکاران مجبوره شي چې بل ځای لاړ شي. هغوی اوس په کابل کې د ناټو په موقتي استوګنځایونو کې اوسي.

د ودانیو نوی کمپلیکس به ۱۲۰۰۰۰ فوټ مربع لوی وي.

د ناټو له لوري د شوي قرارداد د سند له مخې، په دې کمپلیکس یا د ودانیو ټولکه کې به د څه باندې ۸۰۰ تنو لپاره د کار ځایونه وي.

دا کمپلیکس به د الوتکو د سپرلیو لپاره دایمي ترمینل او د هیلي کوپترو د ناستځای تر څنګ به د کنټرول برج هم لري.

دې مرکز ته هیلي کوپترونه زیاتې راځي او له همدې کبله په ځلونو ترمیم شوی خو دایمي ناستځای (هیلي پډ) ورته نه و جوړ شوی.

پښتو منبع: تاند