ځلمی ګلاب

روسانو ماتی وخوړه خو ارتجاعی ډلو نور یرغلګرهیواد ته راوستل

د افغان ولس یو تاریخی ویاړ لري چی هرکله یی یرغلګر په ګونډوکړی او خپل هیواد یی ډیر په میړانه دهغوی د یرغل څخه ژغورلی دې. هم هغسی چی د انګریزانو لښکروته یی ماته ورکړه چی امپراطوری کی یی د لمروړانګی په یووارنرسیدلی، همداسی په نژدی تیرولسیزوکښی یی د روسانو یرغل او دهغوی مریانو خلقیانو – پرچمیانو طلسم هم مات کړې او هیواد یی ژغورلی دی. سره د دی چی د روسانو ماتی یوه بله تاریخی ماته وه چی دنیا اودنیاوال ورته حیران شول، چی څرنګه یو غریب ولس کولای شی چی یولوی سوپرپاورته ماتی ورکړي، دا دی اوس دنیاوال پدی پوهیدلي دي چی پداسی جګړو کی د یوه ولس غیرت، روحیه او هیوادنی مینه اړینه ده چی وکولای شی دهیواد دښمن ته ماتی ورکړی او تخنیکی او نظامی څیزونه دوهمه درجه رول لری.

په ریښتیاهم د افغان ولس معنوی خوځښت ، په هیواد مینتوب اود وینو قربانی ته چمتوتوب او … هغه اساسی او بنسټیز ټکي وو چی ویی کولای شوای چی د نړی یولوی نظامی، اقتصادی، دیپلوماتیک  اوسیاسی طاقت ته ماتی ورکړي او نړی وال په دی وپوهوي چی که هرکله یو ولس په اخلاص، میړانه او ټینګ عزم اراده وکړي کولای شی چی د نړی سترقوت ته هم شرمیدلی ماتی ورکړي اوپه پایله کی یی ډیرفقیر او بی وسه ولس هم کولای شی چی خپلواکی ته ورسیږي. دانسان ټینګه اراده او هیوادنې رښتینی  مینه ترهرڅه زیات قوت  لري. ژوي یرغلګر کولای شي چی د داسی هیوادونو خپلواکې غوښتونکي تورزن اومیړني مینان ووژني، خوهغه څه چی نشی کولای تری واخلی، هغه دهغوی سیاسی غوښتنی، انسانی موخی اوهیوادنی  اهداف دي چی دشهیدانوبچی او دوستان به یی د رسیدلو د پاره هلی ځلی کوی او خپل د پلرونو اویارانو لیاری به څاری او درانه ګامونه به اخلی پدی لیاره کښی. اومدام به دخپلواکی غوښتنی کاروان سرمنزل ته درسیدو لپاره خپل لارویان لري، زمریان به لري، خپل بوراګان به لري او مینان به یی هرکله خپله وینه او خولی نظرانه کوي.

خوله بده مرغه هغه څه چی ډیر د خفګان او بدمرغی ځآی ده هغه داده چی سره د ټولوهلوځلو او تاریخی تجربوزمونږ ولس نه دی توانیدلای چی د دښمن په وتواوماتیدو سره ملی حاکمیت منځ ته راولي او لیدل شوي چی ډیر ژر، بل یرغلګر زمونږ په هیوادیرغل کړی دی. دا له دی کبله چی تراوسه د ډیروتاریخی،  اقتصادی او بین المللی لاملو له وجهی ملی، مترقی، روڼ انده او رښتینی خپلواکی غوښتونکی ځواکونه، ګروپونه، احزاب او ملی شخصیتونه قدرت ته ندي رسیدلي او د بهرنی او اقتصادی عواملوله کبله بیرته پاتی، پوهنی ضد، ارتجاعی او د بهرنیانو مریان او ملاتړی قدرت ته رسیدلي او بیایی لیاره د بل یرغل او بریدونود پاره برابره کړی ده.

یو بنسټیز لامل زمونږ دهیواد په هکله دهیواد جغرافیایی موقعیت دی چی د ډیرو لړیو را پدیخوا د ختیځ او لویدیځ استعمارترمنځه دهغوی سیالی او رقابت زمونږ دهیواد په هکله وه چی هریوغوښتلی دي چی زمونږ پلرنی ټاټوبی ترخپلوحملو او ګونډولاندی کړی ترڅو دی هیواد کښی له یوی خوا ښکیلاک ته دوام ورکړ شی او له بلی خوا ملی او مترقی ځواکونه وځپل شی چی قدرت ته ونرسیږي.

دادي چی بیاهم داځل لویدیځ سړی خور ښکیلاک د ټول قوت سره زمونږ پرهیواد یرغل کړی او لاس پوڅی حکومت یی واک ته رسولای دی. په عملی توګه لیدل کیږی چی د ټولو یرغلګرواوانسانی ضد قوتونو ترمنځ هیچ رنګه توپیرنشته، او توپیریی یواځی په څیره او بڼه یا شکل کی دی او موخی او هیلی یی یودي. هر راز د خپلواکی، هوساینی  او خوندیتوب چانس له دی هیواد څخه اخلی او خپل د خوښی او ناسمه سیاستونه او استراتیژی ګانی پرمونږ باندی په زوراوجبر تپي. هریویی زمونږ د ولس ماشومان، بوډایان، ښځی او نوربی وسلی او غیرنظامی هیوادوال وژني، هیواد موورانوي، د اعتراض اونه منلوغږ مو په ستونی که خفه کوي او غواړي چی مونږ دهغوی غیرانسانی او بشری ضد غوښتنی ومنو. کله وایی چی مونږ راغلی یو چی تروریسم وځپو او بیا لیدل کیږي چی وایی طالبان زمونږ دوامداره اوهمیشنۍ دښمنان ندي، کله وایی چی مونږ راغلی یو ترڅو دیموکراسی حاکمه کړو، خو بیاعملا لیدل کیږي چی د دوی دیموکراسی یواځی د مریانواوهیواد پلورونکو د پاره وي او عام خلکو، ویښو او هوښیاروخلکوته هیڅ رنګ دیموکراسی شتون نلري. او بیا کله وایی چی مونږ راغلی یو چی افغان ولس ته چی بی وسی او فقیردی انسانی مرستی وکړوخو بیا په روښانه لیدل کیږي چی د دوی اقتصادی مرستی هغه دښکارلومی دي چی غواړی د هغه په وسیله زمونږ خلک او د دنیا دنوروهیوادونو خلکوته دوکه ورکي او ویی غولوي.

زمونږد آزاد خیاله ولس د برمته کولو او یرغل لاندی راوستلو د پاره دهرڅه څخه ابزاری او غیرانسانی ګټه اخیستل کیږي. اسلامی حکومت، د بشر حقوق، دیموکراسی، ملی یووالی، ترقی، بی پریتوب او د ماشوم اوښځوحق هغه پلمی اوغولونی دي چی اوس نه یواځی افغانان بلکی ټوله نړی په دی پوهیدلی ده چی د افغانستان خاوره، ملی حاکمیت، د خاوری تمامیت او ملی خپلواکی ترپښولاندی شوی او واقعی دموکراسی، واقعی حق نه یواځی د ښځی او ماشوم چی د ټول ولس حقوق پایماله شوی دي. دلته دموکراسی، قانونیت، بشری قوانین او حقوق ترهغه بریده شتون لري چی د یرغلګرو او دهغوی د مریانو ګټی په کی تمثیل شی او ولس، ترقی، پرمخ ته تګ،  هسی تشی ناری او کوکاری دي چی څوک ورته غوږ نږدی او تری روښانه کرکه او نفرت لري.

دملی یووالی  حګومت د چور، تالا،غلا، بی قانونې او بی برنامه ګی حکومت دی په هیڅ وجه نشی د افغان ولس تاریخی او ملی غوښتنی پرځای کړی. داحکومت تداوم د استعمارد ناورینونو اوورانوونکوبرنامودی چی هیڅکله نشی کولای هیواد د ناورینوڅخه وباسی او هیواد د ترقی لورته وهڅوی.

مړه دی وي زمونږ پرهیواد ټول یرغلګر!

مړه دی وی بیرته پاتی، مرییتوب پاله او هیوادپلورونکي تنظیمی دا لوټماره دښمنان!

ژوندی دی وي خپلواکی غوښتونکی خوځښتونه!

یوموټی او بریالی دی وي روڼ انده، خپلواکه او مترقی سازمانونه او احزاب!